په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ (یوناما) په یوې اعلامیه کې ویلي چې د یوناما هڅې په افغانستان کې تعامل او سرپرست حکومت د ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره جوګه کولو ته متمرکزې دي، هغه حکومت چې د بشري حقونو معیارونه رعایت کړي.
بل پلو په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا د ځانګړو سیاسي چارو استازي رابرټ ووډ په دغې ناسته کې په افغانستان کې د شته محدودیتونو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.
ښاغلي ووډ له اسلامي امارته غوښتي چې په افغانستان کې ښوونیز بندیزونه له منځه یوسي. د هغه په باور، په افغانستان کې ښځې او نجونې زدهکړو ته له لاسرسي سره به د دې جوګه شي چې په ټولنه کې معنا لرونکی او برابر ګډون ولري.
رابرټ ووډ د امنیت شورا په غونډه کې له نړۍوالې ټولنې هم ځينې غوښتي چې له افغانستان سره بشرپاله مرستې زیاتې کړي.
د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غونډه د سېشنبې په ورځ (د تلې پر ۴مه، د سپټمبر پر ۲۶مه) ناوخته جوړه شوه.
