ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د اسلامی امارت حکومت په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ډلو د شتون په اړه د ملګروملتونو په غونډو کې د ځینو هیوادونو د چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په دغه هیواد کې هیڅ کوم بهرنی وسله وال حضور نلري.
داسلامی امارت د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې د ورځې ناوخته سپټمبر۲۷(تلې پنځم) کندهار کې د توریزم نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ډلو شتون په کلکه رد کړ.
ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې او ناامنۍ ته په اشارې وویل، چې د اسلامی امارت پالیسي دا نه ایجابوي، چې په دغه هیواد کې ناامني دوام ومومي.
ښاغلي مجاهد وویل:” مونږ خپله ټوله هڅه کړې او کوو یې، چې هرڅوک دا ډاډ ولري، چې یو غیر مسوول یا کوم بهرنی وګړی شتون ونلري، چې وسله ولري او چاته ګواښ راولاړ کړي، دلته نه چاته اجازه ورکول کیږي او نه هم دا زمونږ د اسلامي امارت د رهبرۍ دریځ دی، نه زمونږ د ملي ګټو په ګټه دی او نه هم د اسلامي امارت ستراتیژي ده”.
د ذبیح الله مجاهد د وینا له مخې ددغسې دریځ په لرلو سره باید نور هیوادونه د طالبانو د حکومت ته له دې زاویې وګوري. هغه پوښتنه وکړه، چې ولې په مختلفو غونډو کې عمومي تبصره داده، چې افغانستان ګواښ دی او هیوادونو ته ستونزې راولاړوي دا او دا ټول ولې رامنځ ته کیږي.
ښاغلي مجاهد وویل:” زما باور دادی، چې ځینې استخباراتي کړۍ غواړي افغانستان پرمختګ ونه کړي، افغانستان نا امنه اوسي او هغوی روان وضعیت نشي زغملی، هغه استخباراتي کړۍ په غیر مستقیم ډول ځینې هیوادونه ویروي”.
د ښاغلي مجاهد ددغو څرګندونو سره هممهاله د اسلامی د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم تیره ورځ کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې پرته له دې، چې د کوم هیواد نوم واخلي وویل، چې هر هیواد باید د خپلو داخلي ستونزو د هوارولو هڅه وکړي، نه دا چې د ځینو سترو او کوچنیو قدرتونو د رضایت لپاره ګاونډیان د خپلو ستونزو په برخه کې ګرم وګڼي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *