ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د حکومت د بهرنیوچارو وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي د تاتارستان په کازان ښار کې د مسکو د فارمټ د غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره کتلي دي.
د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پرون پر ایکس شبکې په یوه بیان کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني له ډيپلوماتیکو لارو د افغانستان او پاکستان د روانو ستونزو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ او د چین استازي یو- شیانګ ډاډ ورکړ ،چې هېواد یې په ډېرو برخو کې له افغانستان سره د مرستو زیاتولو ته چمتو دی.
د مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې پیل شو، دوه غونډې یې د پرځېدلي جمهوري نظام پر مهال او درې نورې یې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته جوړې شوې.
د مسکو د فارمټ په تېرو دوو غونډو کې اسلامی امارت ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، خو د جمعې په ورځ په وروستۍ غونډه کې یې ښاغلي متقي د حکومت د پلاوي د مشر په توګه ګډون وکړ.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *