ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

نن یکشنبه سهار د ترکیې پلازمېنه انقره یوې زورورې چاودنې ولړزاوه. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت دا یو “ترهګریز برید” بللی دی
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا وویل چې دوه “ترهګر” په ځايي وخت سهار نهه نیمې بجې له یوه پوځي موټر سره په انقره کې د کورنیو چارو وزارت د امنیت څانګې دروازې ته نږدې شوي او هلته یې ځانمرګی برید کړی دی.
د هغه په ​​وينا، په دې چاودنه کې يو بريدګر وژل شوى او بل د امنيتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی. یرلي کایا زیاته کړه چې په دې پېښه کې دوه پولیس هم ژوبل شوي دي.
چاودنه د ترکیې پارلمان ته څېرمه شوې، دا په داسي حال کې ده چې ترکیه کې د دوبي د رخصتي وروسته نن په پارلمان کې غونډي پیلیدې.
ترکي رسنیو تر دې مخکې د ترکیې د پلازمېنې انقرې په زړه کې د یوې درنې چاودنې خبر ورکړی و. ځینې ​​راپورونه بیا وايي، چې یاده چاودنې سره د د ډزو غږونه هم مل وه.
ټلویزیوني انځورونه ښیي چې ځانګړي ځواکونه د یوه پارک شوي موټر په څنګ کې د بم د شنډولو لپاره کار کوي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *