د کندهار ولایت د رسنیو مرکز دغه ولایت ته د چین د ۹ سیلانیانو له سفر خبر ورکړی دی.
د دغه دفتر د خبرپاڼې له مخې، هغه چينايي سيلانيانو، چې د شنبې پر ورځ له کندهار څخه ليدنه کړې، د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له سرپرست انعام الله سمنګاني سره په کتنه کې افغانستان ته له خپل سفر او د تاريخي ځايونو او تفريحي سیمو څخه له ليدنې خوښي څرګنده کړې ده.
په دې کتنه کې انعام الله سمنګاني دوی ته امنیتي ډاډ ورکړ او د کندهار د تاریخي او سیاحتي سیمو په اړه یې معلومات وړاندې کړل
