ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د افغانستان کرکت بورد څرګنده کړې، چې د هېواد افغان ابدالیان یا الف لوبډله به د عمان پر وړاندې د روان اکتوبر په میاشت کې د دوه یو ورځنیو او پېنځه شل اوریزو لوبو د ترسره کولو لپاره د دغه هېواد پلازمېنې مسقط ته سفر وکړي.
دا تورنمنت او سیالۍ به د تلې له ۱۷ څخه د لړم تر لومړۍ  / د اکتوبر له ۹ څخه تر ۲۳ پورې ترسره شي.
د افغانستان کرکت بورد د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو د کرکت بوردونو د مشرتابه د پرېکړې له مخې به یادې لوبې د عمان هېواد پر کوربه‌توب د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا، د کرکت د ودې او په راتلونکې کې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره ترسره شي.
د مهالوېش له مخې به دوه یو ورځنۍ سیالۍ د تلې له ۲۰ څخه تر ۲۳ / د اکتوبر پر ۱۲ او ۱۵ او پېنځه شل اوریزې سیالۍ به د اکتوبر پر ۱۷، ۱۸، ۲۰، ۲۱ او ۲۳ ترسره شي.
د افغانستان د کرکټ بورد اجرائیوي رییس نصیب خان ویلي؛ دا د افغانستان لپاره د ویاړ ځای دی، چې د کرکت په پراختیا او له نورو هېوادونو سره د نږدې اړیکو او د کرکت د ودې په برخه کې یې رغنده رول لوبولی دی. مونږ د کرکت د نورې پراختیا او پرمختیا ته ژمن یوو او هیله لرو، چې زمونږ لوبغاړي د عمان له لوبډلې سره غوره خاطرې شریکې او غوره کرکټ وکړي.
هغه همدا راز زیاته کړې: عمان د افغانستان لپاره یو له دوستو هېوادونو څخه دی او په یاد هېواد کې کرکت د افغانستان د کرکت په څېر په چټکۍ سره وده کوي. زه هیله من یم، چې دا سیالۍ به له عمان سره زمونږ د ښو اړیکو پر لوري یو بل مثبت ګام وي.
دا لومړی ځل دی، چې عمان د افغانستان د الف لوبډلې کوربه‌توب کوي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *