ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

ځينې چینايي سوداګر د پانګونې او د جلغوزو د پلور په موخه، د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار ته تللي دي.
دغه سوداګر وایي چې د افغانستان جلغوزې خورا ښه کیفیت لري او دوی هڅه کوي چې نور چینایي سوداګر او پانګوال هم په دې برخه کې پانګونې ته وهڅوي. 
د جلغوزو چینايي سوداګر جيانګ وايي:«موږ د جلغوزو ارزونه وکړه او سږکال د جلغوزو کیفیت د تېر کال په پرتله خورا ښه دی. اندازه یې هم لویه ده او کیفیت یې هم ښه شوی دی. موږ ډېره برخه جلغوزې اخیستې دي او چین ته به یې صادرې کړو.»
د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم دغه ولایت ته د جلغوزو د پېرلو لپاره د چینایي سوداګرو ورتګ، د افغانستان د جلغوزو لپاره د بازارموندنې په برخه کې ګټور بولي.
سوداګر هم وایي چې اوس مهال په هېواد کې د جلغوزو د راټولولو او ساتلو چارې په تخنیکي توګه نه‌ترسره کېږي چې مسوولان باید د دغې ستونزې د هواري لپاره هلې ځلې وکړي. 
د پکتيا سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس حسيب الله ګردېزی وايي:«له پکتیا ولایته بېلابېلو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته پروسس شوې جلغوزې صادرېږي. پکتیا ولایت ته د چینايي سوداګرو د راتګ په هکله خوشبینه یوو او دا زموږ د صادراتو په زیاتوالي کې به یوه ستره لاسته راوړنه وي.»
د جلغوزيو سوداګر محبوب الله محمدي هم څرګندوي:«د تېرو کلونو پرتله زموږ د جلغوزو بیه پنځوس سلنه لوړه شوې او د هغه لوړوالی د نړۍوالو بازارونو پرتله ډېر دی.»
د یادونې ده چې اوس مهال له افغانستانه د امریکا متحده ایالتونو سربېره، ځینو اسیایي او اروپایي هېوادونو ته جلغوزې صادرېږي؛ خو سوداګر وایي چې سرپرست حکومت باید د جلغوزو د معیاري پروسس په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.
 

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *