ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

ښاغلي متقي له بي بي سي سره په مرکه کې وايي، چې په اوسني وضعیت کې په افغانستان کې د نورو هېوادونو نظامي اډو جوړولو ته اړتیا نشته ده.
د امیر خان متقي په خبره، که چېرې اسلامي امارت د نظامي اډو په جوړېدو هوکړه کړې وای، نو شل کاله جګړه به يې د څه لپاره کوله.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي:«که موږ چېرته د بهرنیو اډو سره موافقه درلوده، نو دا شل کاله مو جنګ د څه شي لپاره کاوه، خو د نړۍ د هغو هېوادونو سره به مو کړې وه، چې ډېر امکانات ورسره و، زموږ نظام هم ورسره ساتل کېده. په افغانستان کې هېڅ افغان اډه خو څه کوي یو فرد هم مسلح نه‌مني.»
ښاغلي متقي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې پاکستان تحریک طالبان ته د وسلو سپارل ردوي او زیاتوي، چې د افغانستان خاوره هېڅ هېواد ته ګواښ نه‌ده او نه به وي.
ښاغلی متقي زیاتوي:«تر اوسه پورې کومه درنه وسله هېڅ چېرته نه‌ده لېدل شوې او نه دا امکان لري، چې چېرته انتقال شي. یو که ځیني واړه شان وي، نو هغه له تېرو شلو کلونو راهیسې ډېر وخت به تاسو لیدلي وي خپله به پاکستان کې امریکايي کاروانونه ماتېدل، غلا کېدل او کانټینرونه به خلاصېدل او وسلې به يې پلورل کېدې، چې هغه جدا خبره ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لنډمهاله حکومت لومړي وزیر او د دغه هېواد نورو چارواکو په ځلونو ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې روزنیز مرکزونه لري او له افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلي

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *