ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

په افغانستان کې د امنیت له ټینګیدو سره بهرنیو سیلانیانو د دغه هېواد له تاریخي سیمو لیدنه پیل کړې، چې له لسیزو راپدیخوا د سیلانیانو ورتګ ناشونی و.
د سیلانیانو یوې ډلې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د بست‌کلا، چې درې زره کاله لرغونې او د ۱۱ پېړۍ د جومات د پاتې شوي محراب له کبله نومیالۍ شوې ده.
د آلمان، آمریکا، نیوزیلند او سویلي آفریقا څخه د ۱۱ کسانو په دې ډله کې پېنځه میرمنې هم شته، چې ټولو یې د هېواد د دې کلا او نورو تاریخي سیمو له لیدو ستاینه کړې ده.
سیلانیانو ویلي، چې د سولې د ټینګښت له کبله افغانستان ته د راتګ ښه وخت دی.
د سويلي آفريقا يوه سيلاني ويلي: افغانستان د کانونو له پلوه يو بډايه هېواد دى، دوى بايد د خپلو خلکو او هېواد لپاره کار وکړي، چې د نورو هېوادونو له انحصار څخه ځان وژغوري.
يوه امريکايي سيلاني څرګنده کړې: خوښ يم، چې له خپلو ملګرو سره مې د دغه تاريخي ولايت بست‌کلا او ځينو نورو تاريخي سيمو ليدنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې دهلمند اطلاعاتو او فرهنګ رييس سلطان محمدحنيف ويلي، چې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو راپديخوا دې ولايت ته له بېلابېلو هېوادونو ګڼ‌شمېر سيلانيانو سفرونه کړي دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *