ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د نوبل جایزې اکاډمۍ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د فيزیک په برخه کې د ۲۰۲۳م کال د نوبل جایزه به فرانسوي ساینس پوه پیر اګوسټینی، د اتریش- هنګري ساینس پوه فرانز کراوس او فرانسوۍ – سویډنۍ څیړونکې این لی ویلیر ته ورکړل شي.
د سویډن د علومو سلطنتي اکاډمۍ ویلي دي چې دغو دریو ساینس پوهانو ته له يوې ثانیې څخه په کم وخت کې په اتوم کې دننه الکترونونو د څیړلو له پاره د یوې وسیلې او یا د یوه میتود د رامنځته کولو له پاره جایزه ورکړل شوه.
ساینس پوهان په دې باور دي چې دا څیړنه پر دې سربیره چې زموږ سره مرسته کوي چي وپوهيږو په يوه ډېر لنډ وخت کې څه پيښيږي، په چټکۍ سره د بریښنايي وسایلو ګړندي او لیزرونو ډېر مؤثره کولو او همدارنګه د مزمنو ناروغیو د تشخیص په پیژندنه کې ګټور تمامیدی شي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *