ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د افغانستان بانک چارواکو څرګنده کړې؛ په پام کې ده، چې نن (چهارشنبه) به د ۱، ۲ او ۵ افغانیو بانکنوتونه بازار ته وړاندې شي.

د چارشنبې پر ورځ د بلخ ولایت د رسنیو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې  راغلي؛ د افغانستان بانک د شمال زون آمر ضیا الرحمن مدني ویلي، چې د پخوا په څېر د ۱، ۲ او ۵ افغانیو بانکنوتونه د چلند وړ دي او هېوادوال کولی شي په راکړه ورکړه کې یې د عادي حالت په توګه وکاروي.

هغه ويلي، پخواني حکومت د شخصي ګټو لپاره دغه بانکنوتونه له چلنده وویستل؛ خو اوس ياده ستونزه اواره شوې او اړوند کاغذي پیسې د چلند وړ دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا مهال د افغانستان بانک په خزانه کې شاوخوا یو میلیون اړوند افغانۍ شته، چې نن (چارشنبه) به بانکونو او بازارونو ته ووېشل شي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *