په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي څو تنه افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته په مرموز ډول وژل شوي دي.
سفارت ویلي په دې تړاو یې پاکستاني چارواکو ته خبر ورکړی او یو ځل بیا یې ترې غوښتي چې د افغان کډوالو له نیولو او ځورولو لاس واخلي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ایکس پاڼه د لږترلږه څلورو کسانو یادونه کړې چې په وینا يې د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي وو او له څه مودې لادرکۍ وروسته یې جسدونه په روغتونو او نورو ځایونو کې موندل شوې دي.
د پاکستان حکومت دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې، خو تر اوسه یې د دوی په بند کې د افغان کډوالو د وژل کېدو دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.