ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د خوړو نړۍوال پروګرام د اسیا پراختیايي بانک له ۱۰۰ مېلیون ډالري مرستو ستاینه کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې دغه بنسټ به د دغو مرستو په ترلاسه کولو سره وتوانېږي چې په افغانستان کې له ۱٫۳ مېلیون تنو سره چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي مرسته وکړي.
د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام رییس شاه وي لي ویلي:«دغه مرستې له افغانستان سره په حساس پړاو کې کېږي، هغه ځای چې پنځلس مېلیونه تنه له لوږې سره مخ دي او د بودیجې د کموالي له امله د خوړو نړۍوال پروګرام یوازې کولای شي چې درې مېلیون تنو سره بیړنۍ خوراکي مرستې ورسوي. موږ د اسیا پراختیايي بانک له دغې سخاوت‌مندانه مرستې څځه چې له موږ سره یې کوي له ژمي مخکې به، اړمنې کورنۍ ورته لاسرسی پیدا کړي، مننه کوو.»
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني هم څرګندوي:«د دغو مرستو یوه برخه به د ښځو لپاره پر مسلکي زده‌کړو ولګول شي چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.»
له دې سره هم‌مهاله، نړۍوال بانک په یوه راپور کې ویلي دي، چې د مرستو د کمېدو له امله په افغانستان کې اقتصادي وضعیت تر بل هروخته کړکېچن شوی دی. 
په دې راپور کې راغلي دي، چې هغه خدمتونه چې د هېواد ۴۵ سلنه کورني ناخالص تولیدات جوړوي، په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې ۶٫۵ سلنه کم شوي دي. د کرنې برخه چې د هېواد کورنيو ناخالصو تولیداتو ۳۶ سلنه برخه جوړوي، په  ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې د نامساعد اقلیم او ورسره د مقابلې لپاره له کروندوګرو سره د سرچینو د نه‌شتوالي له امله ۶٫۶ کم شوی دی.
د افغانستان لپاره د نړۍوال بانک رییسه میلنډا ګوډ وايي:«د افغانستان اقتصاد حساس دی او په نورو هېوادونو پورې سخت تړلی دی او خصوصي سکټور یې کمزوری دی، د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید دغه هېواد بشري پانګه او د اقلیم پر وړاندې مقاومت په لومړيتوب کې راولي او پر مضرو جنسیتي تګلارو غور وکړي.»
بل پلو، د کانونو او صنایعو خونه وایي، په هېواد کې د اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده، چې په اقتصادي برخه کې نړۍوال محدودیتونه لېرې شي.
تر دې وړاندې د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره د څلور سوه میلیون ډالرو د مرستې خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو د ادارو له لوري ولګول شي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *