په ډيلي کې د افغانستان د سفارت بندیدو په تړاو د اعلامیې له خپرېدو وروسته، اوس د هند بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې به د افغانستان سفارت خپل کار ته دوام ورکوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې په نوې ډيلي کې د افغانستان له سفارت او په ممبیي او حیدراباد کې د افغان کونسلګریو له ډيپلوماټانو سره په اړیکه کې دي او هند د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ارېندم باګچي و ویل:« زما په باور په ډیلي کې د افغانستان سفارت خپل کار ته دوام ورکوي. موږ په نوې ډيلي کې د افغان سفارت او د ممبي او حیدراباد په کونسلګریو کې له افغان ډيپلوماټانو سره په اړیکه کې یو».
ارېندم باګچي د مسکو فارمټ د غونډې او په دغه غونډه کې د خپل رول په اړه وايي، هند د افغانستان د وضعیت د ثبات لپاره تر ټولو مهم رول لوبوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ارېندم باګچي و ویل: « دا احساس شته چې زموږ ګډون مهم دی او موږ په دې موضوع کې یو مهم لوبغاړی یو.»
اخوا یو شمېر پخواني افغان ډيپلوماټان بیا د هند له لوري د افغانستان د سفارت ملاتړ مهم بولي او له اسلامي امارته غواړي چې په هند کې د ستونزو د حل لپاره د هند په سفارت کې له افغان او هندي چارواکو سره خبرې وکړي.
پخوانی افغان ډیپلوماټ، نورالله راغي و ویل:«د هند د بهرنیو چارو وزارت افغان ډیپلوماټانو ته دوه انتخابونه ورکړل یو یې دا چې د طالبانو سره خبرې وکړئ، د هغوی استازي په خپل منځ کې ومنئ او خپل کارته دوام ورکړئ.»
اسلامي امارت په دې تړاو څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ویلي و، چې د بهرنیو چارو وزارت په هند کې د افغانستان د سفارت ستونزو ته د رسېدو په هڅه کې دی.
په نوې ډيلي کې د افغانستان سفارت روان زیږیز کال د اکټوبر پر لومړۍ نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې د هند د حکومت له لوري د نه ملاتړ له امله خپل کار بندوي.