پېنځمې زلزلې هم د افغانستان لويديځ ولړزاوه
نن شنبه د تلې ۱۵د رښتر پر کچه ۵.۹ درجې زلزلې د افغانستان لوېدیځ ولړزاوه
له دې مخکې هم په همدې سیمه کې څلور زلزلې نورې هم شوي، چې لومړۍ یې د رښتر پر کچه ۶.۳، دوهیمه ۵،۵، درېیمه ۴.۷ او څلورمه زلزله ۶.۲ ثبت شوې ده.
امریکا د ځمکپوهنې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغو زلزلو مرکز د هرات ولایت د زندهجان ولسوالۍ ته څېرمه دی.
تر اوسه د زلزلې له کبله د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه معلومات نهشته.