د. دلو ۱ام, ۱۴۰۳

پر اسراییلو د حماس د جنګیالیو له پراخو حملو وروسته متحدو ایالتونو حماس تروریستي ډله بللې او ویلي یې دي، چې دا حملې یې غندي او د اسراییلو د خلکو او حکومت ترڅنګ په قاطعیت سره درېږي.
د امریکا دفاع وزیر لویډاوستین پرون (د اکتوبر په ۷مه) وویل چې پنټاګون به دا یقین ترلاسه کړي چې اسراییل باید هرهغه څه ولري چې د خپلې دفاع لپاره اړتیا ورته لري.
د برېتانیا، فرانسې، هسپانیا، جرمني او ځینو نورو هېوادونو حکومتونو هم په خپلو اعلامیو کې د خپل ځان د دفاع لپاره د اسراییلو پر حق تینګار کړی.
د فرانسې د بهرنیوچارو وزارت د حماس حملې غندلي او له اسراییلو او د دې بریدونو له قربانیانو سره یې بشپړه خواخوږي څرګنده کړې ده
هسپانیا په یوه اعلامیه کې دا پر اسراییلو بې توپیره حمله بللې او غندلې یې ده.
سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او روسیې د کړکېچ له دواړو خواوو د زغم غوښتنه کړې.
د روسیې د بهرنیوچارو وزارت مرستیال د سمدستي اوربند او سولې لپاره غږ کړی.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د لوی مذهبي مشر یوه جګپوړي سلاکار ویلي دي چې تهران د ده په وینا د حماس د ویاړلو عملیاتو ملاتړ کوي.
د ایران د پارلمان غړو په خپله پرونۍ غونډه کې د اسراییلو او امریکا پرضد شعارونه ورکړل.
په لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې د فلسطیني جنګیالیو ستاینه کړې ویلي یې دي چې پر اسراییلو له برید سره خدای مرسته کوي.
د اسلامی امارت د حکومت د بهرنیوچارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه د فلسطین د خلکو مقاومت د هغوی مشروع حق بللی دی.
فلسطینۍ حماس ډلې دا ناڅاپي حملې داسې مهال وکړې، چې اسراییلیان د خپل مذهبي جشن سیمچات تورات د لمانځلو په حال کې وو.
دې ډلې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې د سیل الاقصي په نوم په دې عملیاتو کې له پنځه زره زیات توغندي ویشتل شوي او د دوی جنګیالي د اسراییلو له سرحد څخه چې کلک امنیتي تدابیر پکې ټینګ دي اسراییلو ته ننوتي دي او د دې هېواد د جنوب په لږترلږه اوو سیمو کې یې د اسراییلو له دفاعي ځواکونو سره نښتې کړې دي.
په همدې حال کې د اسراییلو لسګونه جټ الوتکې د غزې تړانګې پرسره الوتنې کوي.
اسراییلي چارواکي وايي، چې دا الوتکې د حماس ډلې پوځي تاسیسات او د قوماندې مرکزونه په نښه کوي.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو په یوه ټلویزیوني وینا کې اعلان وکړ، چې هېواد یې د جګړې په حالت کې دی.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *