د. دلو ۱ام, ۱۴۰۳

د ترکمنستان د ۵۰۰ ولټه بریښنا د مزي  تړون له دوه کلن ځنډ وروسته، د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال له حضور سره نن (شنبې، د تلې پر ۱۵مه) له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وایي، چې د ۵۰۰ ولټه برېښنا د مزي د پروژې کار به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړ شي او د دغې پرژې له عملي کېدو سره به، د کابل او ځينو نورو ولایتونو د اوسېدونکو او صنعت‌کارانو د برېښنا اړتیاوې به پوره شي.
 
ټاکل شوې ده چې دغه شرکت پر دغې پروژې ۷۵ مېلیونه امریکايي ډالر پانګونه وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت عبداللطیف منصور وویل:«یو داخلي شرکت دی په خپلې پانګونې سره، له دښت الوان څخه د ارغندۍ تر چوکه پورې چې کابو ۱۲۸ کیلومټره لاره کېږي، دوی به د برېښنا ۵۰۰ کیلو لین راغځوي او له دښت الوان څخه تر شبرغان پورې هغه له یوې بلې کمپنی سره تړون شوی او په مخکې ورځو کې هم د هغه اعلان وشو.»
د اوبو او انرژۍ وزارت د پروګرامونو رییس رییس فرهاد محمودي وايي:«د دغې پروژې ډېری تجهیزات سیمې ته راغلي او د کار ډېره سلنه یې هم مخته تللې او د دغې پروژې پاتې چارې هم نن پېلېږي.»
د ترکمنستان د ۵۰۰ ولټه مزي پروژه په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د اسیا پراختیايي بانک په همکارۍ پېل شوې وه، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د دغه بانک مالي مرسته او د دې پروژې کار ودرېد.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې،  خو اوس له شبرغان تر الوان دښتې او له هغه ځایه د کابل تر ارغندۍ پورې د دې پروژې د کار په بشپړېدو سره  د سب سټېشنونو په ګډون د هغې ټول لګښت د اسلامي امارت له لوري پانګوالو شرکتونو ته ورکړل شي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *