د. دلو ۱ام, ۱۴۰۳

د  کډوالو چارو وزارت ويلي، چې تېره ورځ څه باندې درې زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت ويلي؛ پرون ( یکشنبه د تلې ۱۶ ) ۳ زره او ۶۱ افغان کډوال له ایران څخه په جبري او داوطلبانه توګه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلام‌کلا سرحدي قومندان د څرګندونو له مخې: دا کډوالو، چې کورنۍ او مجرد کسان په کې دي؛ ٤٥٨ یې اړمن او زيانمن پېژندل شوي او د مهاجرت نړيوالې ټولنې ته ور وپېژندل شول، چې خوراکي او غير خوراکي توکي یې تر لاسه کړل

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *