د المان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د افغانستان د لودیځ ولايت هرات له زلزله ځپلو سره پنځه میلیونه یورو مرسته کوې، په دغه مرګونې زلزله کې څه د پاسه ۲۵۰۰ کسان مړه شوې دي.
دالمان د بهرنیو چارو وزارت په پخواني ټویټر یا اکس کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ویجاړونکې زلزلې له کبله غواړي له زیانمنو کسانو سره د پنځه میلیونه یورو په ارزښت مرسته وکړي.
یاد وزارت لیکلي دي چې دغه پیسې د افغانستان له پاره د بشري مرستو له بودیجې څخه د کاریتاس، د ماشومانو خوندي ساتل، د نړۍ لیدلوری یا ورلډ ویژن او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمانونو د بشري فعالیتونو د ملاتړ له پاره ورکول کېږي.