ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د برېتانیا د بهرنیوچارو وزارت په افغانستان کې د اسلامی امارت له بنده د خپلو څلور وګړو د خوشې کېدو خبر ورکوي او د دې اقدام هرکلی یې کړی.
دې وزارت په یوه بیان کې ویلي دي، چې دا کسان د افغانستان له قوانینو د سرغړونو په تور نیول شوي وو.
بیان زیاتوي، چې د خوشې شویو وګړو د کورنیو په استازولۍ له قانون څخه د هرراز سرغړونو له کبله بخښنه غواړي، خو په بیان کې دا نه ده روښانه شوې چې د دې کسانو نومونه څه وو، کومې سرغړونې یې کړې وې او څه وخت نیول شوي وو.
ګارډین ورځپاڼې په اپرېل میاشت کې راپور ورکړی و، چې درې تنه برېتانوي وګړي لاهم د اسلامی امارت په بند کې دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *