ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د اسراییل پوځ وايي، د دغه هېواد په سویلي پولو باندې یې د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته د حماس د څه باندې ۱۵۰۰ جنګیالیو مړي یې موندلي دي.
د شنبې ورځې په سهار وختي د حماس جنګيالي د ځمکې او هوا له لارې د اسراييل سویلي سيمو ته ننوتل او په تېرو ۵۰ کلونو کې يې پر دغه هېواد تر ټولو خونړی بريد وکړ.
اسراییل اعلان کړی، چې د حماس له خوا د پولې په اوږدو کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۰۰ ملکي او پوځي کسان وژل شوي او پر غزې او لویدیځې غاړې د اسراییل د هوایی بریدونو د تلفاتو شمېر ۷۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
اسراییلي چارواکو ویلي، د حماس جنګیالیو تر ۱۵۰ ډېر اسراییلي پوځیان او ولسي وګړي یرغمل کړي دي.
د پوځ یوه ویاند ویلي چې تیره شپه هیڅ یو جنګیالی اسراییل ته نه دی ننوتی، که څه هم پولې ته د ننوتو احتمال یې هم شته.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *