د. دلو ۱ام, ۱۴۰۳

د اسلامی امارت د ريیس الوزرا اقتصادی مرستیال ملاعبدالغني برادر په هرات کې ژمنه وکړه چې په دغه ولایت کې د وروستۍ زلزلې په اثر درست نړېدړلي کورونه به بیا ورغوي.
ښاغلي برادر، چې یوې غونډې ته وینا کوله، وویل:«د زلزلې له امله نړېدلي کورونه به بېرته په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.»
ده همداراز وویل چې په زلزله کې سخت ژوبل شوي کسان د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي او مسوولو چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې له زیانمن شویو خلکو سره هر راز مرسته وکړي.
برادر زیاته کړه، له زلزله ځپلو سره د مرستو د وېش لپاره یې ځانګړې کمېټه جوړه کړې چې مرستې په شفاف ډول مستحقو کسانو ته ورسیږي.
د هرات له زلزله ځپلو سره، هم دننه په هیواد کې او هم له هیواده بهر د مرستو ټولولو بهیر دوام لري.
د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښاریانو په یوه ورځ یو میلیون افغانۍ ټولې کړې. د کرکټ نامتو افغان ستورو او یو شمېر افغان پانګوالو هم د مالي مرستو ژمنې کړي دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *