ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د عیسويانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس پر خپل رسمي پخوانۍ ټویټر او یا اکس لیکلي چې: « زه ټولو نیکو خلکو ته بلنه ورکوم څو په افغانستان کې له زلزلې څخه زیانمن شویو کسانو سره مرسته وکړي.»
پاپ همدا راز کاږي چې د ورورګلوۍ په روحیه د خلکو د کړاوونو په کمولو او اروپايي اتحاديې د ۳،۵ ميليونو يورو په مقدار دبېړنيو مرستو د لېږلو ژمنه وکړه. دغه خبره په یوه بيان کې راغلې ده چې له مخې يې له هغو بشري سازمانونو سره د مرستو کچه ۲،۵ ميليونه يورو زياته شوې چې د افغانستان په لويديځ کې په ځپل شوې سيمه کې د ژغورنې پر عملياتو بوخت دي
ويل شوي چې سربېره پر دې په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې فعالو بشري سازمانونو سره ټول ټال ۸۹ ميليونه يورو هم په نظر کې نيول شوې دي. په اوس وخت کې د سرپناه، طبي موادو او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې ډېرې دي ځکه چې دغه سيمه وچکالۍ هم ځپلې ده.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *