د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په زنده جان ولسوالۍ کې د سختو توپانونو له رامنځته کېدو وروسته زلزله ځپلو ته د بشري مرستو رسول ځنډول شوي دي.
افغاني سرې مياشتې ټولنه په خپل “X” پاڼه کې ليکلی، چې په دې پېښه کې د افغاني سرې مياشتې له خوا ټول هغه خدماتي مرکزونه او خېمې چې د افغاني سرې مياشتې له خوا جوړې شوې وې زيانمنې شوې او د کورنيو د ساتنې په موخه يې ۲۵۶ کورنۍ له نايب رفیع سیمه څخه د باباجي کمپ ته انتقال شوې ده
