د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د عمان لوبډلې ته په ۲۸ منډو ماتې ورکړه.
په دې سیالۍ کې، چې د عمان په کوربه توپ وشوه، افغان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ۲۲۴ منډې هدف ټاکلی و.
د افغان لوبغاړو په منځ کې پیلګرو (اوبینرانو) عبدل اکبري او عبدالملک ښه لوبه وکړه.
د افغان لوبغاړو په باولرانو کې، که څه هم نوید ځدراڼ ۳ لوبغاړي وسوځول، خو لا ښه باولینګ ضیاالرحمان وکړ چې د عمان رنز رېټ یا د منډو اوسط یې ټیټ کړ.
ده په ۱۰ اورونو کې صرف ۲۷ منډې ورکړې.
