په امریکا کې د پیو Pew څېړنیز مرکز راپور ورکړی، چې افغانستان په لمونځ کوونکیو کې د نړۍ لومړی هېواد دی.
نایجریا په دې نوملړ کې دوهییم ځای خپل کړی دی.
د پیو څېړنیز مرکز د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د لمونځ کوونکیو کچه ۹۶ سلنه او په نایجریا کې ۹۵ سلنه ده.
د پیو څېړنیز مرکز په واشنګتن DC کې کار کوي او یو بې طرفه امریکایي اندتون دی.
دا اندتون د ټولنیزو مسلو، عامه افکارو او د دیموګرافیک اندونو په اړه څرګندونې کوي، چې پر لویه کچه امریکا او نړۍ په پام کې لري.
په نړۍ کې له ټولو د ډېرو عبادتکوونکیو هېوادونو نوملړ:
افغانستان ۹۶ سلنه
نایجیریا: ۹۵٪
الجزایر: ۸۸٪
سینیګال: ۸۸٪
جیبوتي: ۸۷٪
ایران: ۸۷٪
عراق: ۸۷ سلنه
نایجر: ۸۷٪
اندونیزیا: ۸۴٪
چین د یو سلنې سره لمونځ کوونکيو هېوادونو د نوملړ په پای کې دی.