رویټرز خبري آژانس راپور خپور کړی چې د بغلان ولایت پلخمري ښار کې د تېرې ورځې (جمعې) ځانمرګي برید مسوولیت د داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.
پلخمري ښار کې تېره ورځ یو ځانمرګي بریدګر د اهل تشیع یوه تکیه خانه په نښه کړه چې اووه کسان یې پکې و وژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي.
