د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي وايي، د غیر قانوني کډوالو لپاره د ورکړل شوي مهلت له پای وروسته به پاکستانی حکومت د هغوی د ویستو په برخه کې هیڅ ډول جوړجاړی و نه کړي.
بګټي پرون د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، دغیر قانوني کډوالو د ویستو پالیسي یوازې د افغانانو لپاره نهده؛ بلکې ټول هغه کسان به د اکټوبر له پای وروسته له پاکستان وویستل شي چې په دې هېواد کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نهلري.
د پاکستان حکومت دا هم منلې چې په دې هېواد کې غیرقانوني کډوال اکثریت افغانان دي.
د پاکستان سرپرست حکومت د اکټوبر په پیل کې ۱،۷ میلیونه افغانانو ته چې د دوی له قوله، هلته د اوسېدو لپاره قانوني سند نهلري خبرداری ورکړی چې د دې مېاشتې تر پایه له پاکستان ووځي، ګنې دوی به یې جبرا اخراج کړي.
