د کرېکټ د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام په نننۍ لوبه کې هند له پاکستانۍ لوبډلې د اوو وېکټو په لوی توپير سيالي وګټله.
هند د پچې له ګټلو سره لومړی مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. پاکستان په ۴۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۹۲ منډو هدف وټاکه چې هند دغه هدف د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۱ اوور کې پوره کړ.
دغه سيالي د هند د ګوجرات په نرېندر مودي لوبغالي کې چې ۱۳۰ زره ليدونکي په کې ځاېږي، وشوه.
د پاکستان لوبډله کې یوازې کیپتان بابر اعظم نیمه سلیزه ووهله او محمد رضوان هم په ۴۹ منډو اوټ شو. له دوی وروسته لوبغاړي ډېر تم نه شول او په چټکۍ یې یو پر بل پسې وېکټې له لاسه ورکړې.
سعود شکیل دوه منډې، افتخار احمد څلور، شاداب خان دوه او محمد نواز هم په څلورو منډو وسوځېدل.
عبدالله شفیق د پاکستان لومړنی لوبغاړی و، چې د ۲۰ منډو له جوړولو وروسته د محمد سراج په توپ وسوځېد. پاکستان د لومړیو لسو اوورونو له لوبې وروسته ۴۹ منډې کړې وې او یوه وېکټه یې له لاسه وکړې وه.
امام الحق د پاکستان دویم لوبغاړی و، چې د ۳۶ منډو له جوړولو وروسته یې خپله وېکټه له لاسه ورکړه. د ۲۱ اوورونو له لوبې وروسته پاکستان لوبډلې ۱۰۵ منډې وکړې او دوې وېکټې یې له لاسه ورکړې وې.
د هند لپاره جسپريت بومرا، محمد سراج، هاردېک پانډيا، کولديپ يادو او جډېجا هره يوه دوې دوې وېکټې واخيستې.
بل پلو د هند لپاره لوبډلمشر روهېت شرما تر ټولو ډېرې (۸۶) منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی نومول شو خو په ۲۲ اور کې يې شاهين شاه اپريدي ته خپله وېکټه وبايلله.
د نوموړي تر څنګ شرېيس اير ناسوځېدلي ۵۶ منډې جوړې کړې. راهول ۱۹، وېراټ کوهلي ۱۶ او شوبمن ګېل ۱۶ منډې وکړې.
د پاکستان لپاره شاهين اپريدي دوې او حسن علي یوه وېکټه واخيسته.
د بي بي سي خبریال عنایت الحق یاسیني چې د دې لوبو د ځانګړي پوښښ لپاره تللی، وايي په هند کې خبري شبکو دې لوبې ته ډېر ارزښت ځکه ورکاوه چې میلیونو خلکو پر تلویزیون کتله.
له ۱۹۹۲ کال راهیسې نړیوال جامونو کې دواړو هېوادونو ۷ لوبې کړې دي چې اوه واړه یې هند ګټلې دي. په ۱۹۹۲ کال کې اسټرالیا کې، د پاکستان لوبډلې د عمران خان په مشرۍ له هنده ماتې وخوړه، خو وروسته یې نړیوال جام وګاټه.
په نننۍ سیالي کې په بالنګ کې د دواړو هېوادو د سپین یا ورو او تېز بالنګ توازن برابر و. په توپوهنه کې د هند کپتان روهېت شرما افغانستان سره په خپله وروستۍ سیالي کې ۱۳۱ منډې وکړي.
دی له همکار لوبغاړي ویراټ کوهلي سره یو ځای په ښه فام کې دی. کوهلي د ۲۰۲۲ کال شل اوریزه جام کې د پاکستان پر وړاندې ۸۲ منډې جوړې کړې وې. د هند بل توپوهونکی راهول هم ښه په فام کې دی او د هند لپاره بل ښه خبر دادی چې د دوی اوپنر توپوهونکی شوبنم ګېل چې ناروغه و، نن لوبه کې شامل و. دی د هند په تېرو دوو لوبو کې نه و.
د پاکستان له لوري که څه هم بابر اعظم په تېرو دوو لوبو کې ښه نه دی ځلیدلی، خو د بېټنګ په نړیواله درجه بندۍ کې تر ټولو د سر لوبغاړی دی. له دې سره محمد رضوان او عبدالله شفیق چې د شري لنکا سره سیالۍ کې یې توده لوبه وکړه د لوبې د لوري بدلولو وړتیا لري.
تېز بالنګ کې د هند جسپرت بومرا او محمد سراج تر دې دمه له نورو ښه ځلیدلي دي. بومرا افغانستان سره سیالۍ کې څلور لوبغاړي وسوځول. د دې په مقابل کې د پاکستان شاهین اپریدی او حارث روف په څېر تېز توپ اچوونکي لري، خو د ډېرو په آند د نسیم شاه کمی به محسوسېږي. سپین توپ اچوونکو کې د پاکستان شاداب او د هند کلدیپ یادیف یادیږي.
افغانستان سره د هند سیالۍ کې عظمت الله عمرزي یادیف لوبولی و، درې شپږیزې یې پرې وهلې وې.
پاکستان په وروستي ځل ۲۰۱۶ کې په هند کې د شل اوریزه نړیوال جام سیالو پرمهال لوبې کړې وې. دغه دواړه ګاونډیان د سیاسي ترینګلتیاوو له امله ډېر وخت دوه اړخیزې لوبې نه کوي.
په ۲۰۱۵ کال کې د هند پخواني لومړي وزیر من موهن سینګ د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف ډیلي ته وربللی و چې د یوې لوبې ننداره په ګډه وکړي.