د. دلو ۱ام, ۱۴۰۳

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بغلان ولایت کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د جمعې د ورځې حمله وغندله.
امنیت شورا بېګا ناوخته په یوه بیان کې دا یوه بېرحمانه بللې، د دې چاودنې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، تروریزم چې په هره بڼه وي، سوله ګواښي او له تنظیوونکو او تمویلوونکو سره یې باید حساب کتاب وشي.
د جمعې په ورځ د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د امام زمان په نوم د شیعه ګانو په یو جومات کې چاودنې د طالبانو د سیمه ایزو چارواکو په وینا اووه تنه لمونځ کوونکي ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *