د. دلو ۱ام, ۱۴۰۳

په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی، یو شمېر کډوال وایي، چې پاکستاني پوځیان د هغوی کورونه او ځمکې خرابوي څو د پاکستان پرېښودو ته اړ شي.
 یو شمېر دغه کډوال زیاتوي چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او د کډوالو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې د دوی وضعیت ته پاملرنه وکړي
بلخوا، د پاکستان لنډمهالي حکومت لومړي وزیر په پېښور کې ویلي دي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل له افغانستان سره د اړیکو د پرې کېدو په مانا نه دي.
خو اسلامي امارت وایي، چې له کډوالو سره ناسم چلند د دواړو هېوادونو او ولسونو ترمنځ اړیکې زیانمنوي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: « د دوی نیول او بندي کول د هېڅ هېواد په ګټه نه دی او بدبختانه د افغانستان او پاکستان او د دوو ولسونو تر منځ اړیکې خرابوي او پاکستاني مسوولین باید دې ته پام وکړي.»       
بل خوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اکس ټولنیزه پاڼه په وروستۍ یوې اوونۍ کې له پاکستانه هېواد ته د اته سوه کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
تر دې وړاندې ځينو پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر له خولې لیکلي چې په پاکستان کې ناقانونه کډوالو ته د ټاکل شوي ضرب الاجل په پای ته رسېدو سره، به د افغان کډوالو پر وړاندې اقدام کې هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *