د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړي د دغه ولایت له والي او د خصوصي سکټور له غړو سره په یوې ناسته کې د صنعتي پارکونو د ځمکې په وېش کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د صنعتي پارکونو د قوانینو او کړنلارو پر وروستي کېدو ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ په دغې ناسته کې د افغانستان د صنایعو، کانونو، سوداګرۍ او پانګونې خونو رییسانو د صنعتي پارکونو پراختیا او د پټان سیمې پر ټرانزیټي بندر د بدلېدو غوښتنه کړې ده.
په دغې غونډه کې د سړک، ګمرکونو، د شرکتونو د څېړلو، سرحد تهڅېرمه د ګدامونو پر نشتوالي، د سکنر پر نشتوالي، اور وژنې، صنایع خونې ته د ځمکې پر نه څانګړې کېدو، د تېلو او ګازو د سوداګرو پر ستونزو خبرې شوې دي.