د. دلو ۱ام, ۱۴۰۳

د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ اوسېدونکو، د غزې پر تړانګه د اسراییلو د بریدونو په غبرګون کې لاریون وکړ، او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل په اسراییلو فشار راوړي چې د غزې پر تړانګه خپل بریدونه ودروي. 
لاریون کوونکي خان محمد وویل:«هغه ظلم چې د فلسطین پر خلکو روان دی، ان‌شاالله زموږ مجاهدین به ورځي او دوی به ژغوري.»
لاریون کوونکي سبحان الله په دې تړاو وايي:«د مسلمانانو له وژلو لاس واخلئ، د مسلمانانو پر وړاندې خپل ظلم او بربریت بند کړئ، موږ له دوی سره هر ډول همکاریو ته چمتو یوو.»
یو بل لاریون کوونکي نیاز محمد څرګنده کړه:«خدای (ج) هم ظالمان نه خوښوي، او خدای (ج) دې همدغسې هلاک کړي لکه امریکا یې چې په افغانستان کې هلاکه کړه.»
یو شمېر نور لاریون کوونکي بیا وایي چې که اسراییل خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، نو دوی چمتو دي چې له حماس ډلې سره یوځای او د اسراییلو پر وړاندې وجنګېږي.
لاریون کوونکي ساحل طلوع نیوز ته وویل:«د نړۍ له زبرځواکو هېوادونو غواړو چې په غزې تړانګه کې د روان جنګ د بندولو لپاره هڅې وکړي.»
یو بل لاریون کوونکي احمدجان وايي: «د بشر حقونه او هغه څوک چې د مسلمانانو له حقونو د دفاع ادعاوې کوي، چېرته دي؟.»
د ریاست الوزرا اداري مرستیال، پر غزې تړانګې د اسراییلو بریدونه غندي او له نړۍوالې ټولنې او اسلامي هېوداونو د دغو بریدونو د بندېدو غوښتنه کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي وویل:«په ۲۱مه پېړۍ کې په ډله‌ییزه توګه له خپل هېواده د ۱.۲ مېلیونه انسانانو کډوال کول د نړۍ په هېڅ کتاب کې نشته. ټول هېوادونه باید خپل غږ پورته کړي.»
د څه باندې لس ورځو راهیسې اسراییلي ځواکونو د غزې پر تړانګې هوایي بریدونه پېل کړي چې تر ډېره یې ماشومان او عام خلک په نښه کړي دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *