د زلزله ځپلیو لپاره د چینایي مرستو لومړۍ ټولګه نن سهار د هرات نړیوال هوايي ډګر ته ورسېده او افغان چارواکو ته وسپارل شوه.
د شينهوا اژانس د خبر له مخې؛ په هوايي ډګر کې د چين له دوه باروړونکیو الوتکو څخه د خیمو او نیالیو( توشکونو) په ګډون د مرسته شوي توکي راکښته شول.
د چین حکومت ژمنه کړې، چې له زلزله ځپلیو سره به د مرستې په برخه کې بېړنۍ بشري مرستې وکړي. د چین په مرستو کې په ټولیزه توګه خیمې، نیالۍ او کمبلې وي.
د پنجشنبې پر ورځ د چینایي کان کیندنې شرکت MCC-JCL په هرات کې له زلزلې ځپلیو کورنیو سره ۲.۲۷ میلیون افغانۍ (۳۰ زره امریکايي دالره) مرسته وکړه.
د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې؛ په افغانستان کې میشتو چینايي وګړیو هم د چارشنبې پر ورځ د هرات له زلزله ځپلیو سره څه باندې ۱۷ زره دالر مرسته کړې وه.