د کابل ښاروالۍ ویلي چې د ګذر د وکیلانو په شورا کې یې د هندوانو او سیکانو یو استازي ته هم ځای ورکړی دی.
سردار ګل جیت سنګهـ په کابل کې د مېشتو هندوانو او سیکانو د استازي په توګه پرون یکشنبه د لړم ۱۵مه د ګذر د وکیلانو د شورا غړو ته ور وپېژندل شو او د وکیل ګذر مُهر یې ترلاسه کړ.
اوس ډېر لږ شمېر هندوان او سېکان افغانستان کې پاتې دي.
د کابل ښاروالۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې اړتیا یې وه د هندوانو او سیکانو د غضب شویو ځمکو د بیا ترلاسه کولو لپاره د ګذر وکیلانو په شورا کې دوی یو استازی ولري.
د اسلامی امارت په بیا واکمنېدو سره ګڼ هندوان او سېکان له افغانستانه ووتل او تر هغه مخکې هم دا مذهبي لږکۍ د مرګونو بریدونو هدف ګرځېدلي وو.
