د تخار ولایت امنیتي چارواکو ویلي؛ چې تېره شپه په تخار ولايت کې د کورني تاوتريخوالي له کبله ۴ کسان وژل شوي دي.
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس عبدالمبین ساپي څرګنده کړې، چې تېره شپه د دې ولایت د مرکز تالقان ښار په خسکېپې سیمه کې د کورنیو ستونزو له کبله د عبدالستار نومي زوم له خوا د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.
پوليسو له دغې پېښې سره په تړاو يو تن د جنايي جرمونو پر تور نيولی او څېړنې ترې روانې دي.
ویل کیږي، چې په دې پېښه کې د اړوند کورنۍ څلور نور غړي ټپیان شوي هم دي.