د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له غرمې مخکې له منګولیا/مغلستان سره لوبه لري.
د دوی لوبه د ۲۰۲۶کال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ کال د اسیايي ملتونو د اتلولۍ جام په مقدماتي دور کې ترسره کېږي.
له منګولیا سره افغانستان د اکتوبر په دولسمه هم په لومړي پړاو کې مخ شو چې یو – صفر یې لوبه ترې وګټله.
نننۍ لوبه به د افغانستان په وخت یوولسو بجو د مغلستان پلازمېنې اولان باتور ښار په فوټبال سټډیوم کې وشي.
په خواله رسنیو د فوټبال ځینو مبصرینو ویلي چې ګواکې د افغان لوبغاړو او د ملي ټیم د سر روزونکي عبدالله المطیري تر منځ ځینې لانجې شوي.
فوټبال فدراسیون تر اوسه په دې اړه څه تبصره نه ده کړې، خو د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم سر روزونکی عبدالله المطیري یو لانجمن روزونکی بلل کېږي او څو واره یې له ځینو داورانو سره د ټیم او پایلو پر سر لانجې کړې وې.
