هرات ولایت په ټولو زلزلهځپلو کلیو کې د کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو او نړۍوالو موسسو له خوا د مرستو وېش دوام لري.
په دغو مرستو کې، خوراکي توکي، خېمې، کمپلې، جامې او روغتیايي توکي شامل دي.
یوه له مرستندویو بنسټونو څخه چې په المان هېواد کې فعالیت کوي، د هرات زنده جان ولسوالۍ د نایب رفیع کلي له سلګونه کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د هرات په ټولو زلزلهځپلو سیمو کې خلکو سره د مرستندویه بنسټونو له لوري، د خیمو مرسته شوې ده.
پر ملګرو ملتونو سربېره، ترکیې، ایران، چین، قزاقستان، متحده عربي امارات او یو شمېر نورو هېوادونو او بنسټونو د هرات له زلزله ځپلو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کړې دي.