د. دلو ۱ام, ۱۴۰۳

افغان ابدالیان لوبډلې د عمان پر وړاندې دویمه شل اوریزه لوبه کې د سیالې لوبډلې د ۱۵۳ منډو هدف بشپړ نکړ او د ۷ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه. د افغان لوبډلې په ګټه سمیع الله شینواري او قیس احمد هر یوه ۴۳ منډې وکړې خو په دې بریالي نشول ترڅو افغان لوبډله بریا ته ورسوي او په دې توګه یې دویمه لوبه هم کوربه لوبډلې ته وبایلله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه شل اوریزه لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *