د غزې تراړې په ‘الاهلي عرب’ روغتون کې سېشنبه د یوې سترې چاودنې له کبله د سلګونو کسانو د وژل کېدو وېره ښودل شوې.
د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۵۰۰ کسان وژل شوي چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي. د غزې د ملکي دفاع ډلې بیا له ۳۰۰ د ډېرو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی.
دغه دواړه ادارې د حماس تر کنټرول لاندې دي، چې وايي پر دغه روغتون اسرائیلي ځواکونو برید کړی.
اسرائیل په دې پېښه کې خپله ښکېلتیا ردوي او وايي، پېښه د فلسطین اسلامي جهاد په نوم د یوې بلې وسله والې ډلې لخوا د توغول شوي توغندي د لګېدو له کبله رامنځته شوې.
خو دې فلسطینۍ ډلې هم دا رد کړې چې پر روغتون دې د دوی توغندی لګېدلی وي.
د یادونې ده چې اسرائیلي ځواکونه له هغې وروسته پر غزې دوامداره درانه ګوزارونه کوي، چې د حماس سلګونه وسله وال د اکتوبر پر ۷مه یو ناڅاپه له دې تراړې ور واوښتل او بېلابېلو سیمو کې یې پر خونړيو بریدونو لاس پورې کړ.
اسرائیل وايي د حماس په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي.
د حماس وسله والو همدا راز شاوخوا ۲۰۰ کسان یرغمل هم نیولي، چې اسرائیل وايي په غزه کې ساتل کېږي.
بلخوا په دې موده کې پر غزې د اسرائیلي ځواکونو روانو بریدونو کې هم زرګونو کسانو ته د مرګژوبلې اوښتلو راپور ورکړ شوی دی.
د سې شنبې ورځې دا مرګونې پېښه په فلسطین، اسرائیل، سیمه او نړۍ کې له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.
دغه روغتون بیت المقدس کې د انګلیکن کلیسا لخوا تمویلېږي. د سینټ جورج کالج مشر ریچرډ سیوېل پر اېکس (ټوېټر) یوه پیغام کې لیکلي: “ناورین، غزه کې زموږ پر الاهلي عرب روغتون د اسرائیلو لخوا مستقیم توغندیز برید شوی”.
دی وايي، “لومړني راپورونه ښيي چې په سلګونو ښځې او ماشومان وژل شوي” او دا چې دغه کړنه “د زیانمنونکو ملکي وګړو قصدي وژنه” ده.
الاهلي روغتون په چاودنه کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو د رپوټونو له خپرېدو وروسته د منځني ختیځ بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه شوي دي.
د ایران رسمي خبري اژانس ویلي، دغه هېواد کې د فلسطین په میدان او تهران کې د فرانسې سفارت مخې ته لاریون شوی.
د لبنان پلازمېنه بېروت کې د امریکا د سفارت مخکې ته د لاریونونو او همدا راز د احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د اخوډب خبر ورکړ شوی.
پر ایران او لبنان سربېره له مصر، اردن، ترکیې او تونس هم د لاریونونو رپوټونه ترلاسه شوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرېش ویلي غزه کې پر روغتون برید کې د سلګونو ملکي فلسطینیانو وژل کېدو وېرولی دی.
هغه پر اېکس خواله رسنۍ خپاره کړي پیغام کې دا پېښه “سخته غندلې” او لیکلي یې دي چې “روغتونونه، کلېنیکونه، روغتیايي کارکوونکي او د ملګرو ملتونو اړوند تاسیسات د نړیوالو قوانینو پر بنسټ په څرګنده خوندي دي.”
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان مشر فولکر تورک بیا ویلي چې د غزې تراړې په رغتون کې د چاودنې په اړه خبرو ته ټکي نشي موندلی.
هغه یوه اعلامیه کې ویلي پر الاهلي روغتون ستر برید کې سلګونه کسان چې “ناروغان، روغتیايي کارکوونکي او هغه کورنۍ پکې شاملې دي چې په روغتون او شاوخوا کې یې پناه اخیستې وه” وژل شوي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس غزه کې پر الاهلي روغتون له برید وروسته ویلي چې “اسرائیل له ټولو سرو کرښو” اوښتی دی.
هغه په دغه روغتون کې چاودنه “وحشتناکه جنګي ډله ییزه وژنه” بللې ده.
دا پېښه داسې مهال شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن منځني ختیځ ته پر لاره دی.
ټاکلې نوموړی نن چارشنبه د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نېتانیاهو سره وګوري.
خو امان ته د هغه پلان شوی سفر چې ټاکلې وه هلته د اردن، مصر او فلسطین له مشرانو سره وګوري، لغوه شوی دی.
د اردن بهرنیو چاور وزیر ایمن الصفدي ویلي “دمګړۍ د جګړې له درولو پرته د بل هېڅ څه په اړه د خبرو وخت نه دی.”
تر دې لږ مخکې د فلسطین ولسمشر محمود عباس هم ویلي و چې له ښاغلي بایډن سره یې لیدنه لغوه کړې ده.