د کرکټ په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) د استرالیا لوبډلې پاکستان ته د ۶۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د هند په کرناټک کې ددغه پنځوس اوریزې لوبې پچه پاکستان وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
استرالیا د خپلو اوپنرانو، ډیویډ وارنر او میچل مارش، د سلیزو په مټ پاکستان ته د ۳۶۸منډو هدف وټاکله.
د پاکستان ټول لوبغاړي په ۴۵ اوور کې له ۳۰۵ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه د استرالیا په ګټه پای ته ورسېده.
په دغه لوبه کې د استرالیا توپ وهونکي ډیویډ وارنر په ۱۲۴ توپونو ۱۶۳ منډې وکړې او د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو. د استرالیا بل توپ وهونکي میچل مارش ۱۲۱ منډې وکړې.