د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د تېرې میاشتې د موافقې د عملي کولو هوډ څرګند کړ.
د شمالي کوریا دولتي آژانس ‘کې سي این اې’ د راپور له مخې کیم او لاوروف د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د زیاتولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر چو سن هوی او سرګي لاوروف هم د ۲۰۲۴ – ۲۰۲۵کلونو لپاره د راکړې ورکړې تړونونه لاسلیک او د سیاست، اقتصاد، ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کې یې د همکارۍ د پراخولو لارې چارې وارزولې.