د کابل ولایت مقام کې د پلازمېنې سیمه ییزو لوړپوړ چارواکو او ولسوالانو سره د کورنیو چارو مشرتابه لېدنه کړې او هغوی ته یې د غوره خدمتونو رسولو سپارښتنې کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د پلازمېنې کابل له امنیتي مسوولینو سره په غونډه کې هېوادوالو ته د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کوي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني و ویل: «که خدای تعالی ته په رېښتینې مانا تسلیم شو، ولله دا مخلوق به ټول راته تابع وي. خو که باطن کې خراب یو او په ظاهر بزرګۍ کوو خدای مو رسوا کوي ولله که پاتې شو. حکومت کې ډېر خلک وایي چې په ما څوک نه دي خبر، قسم په الله ج، چې د الله ج څخه نافرماني وشي خامخا افشا کیږي.»
د کابل والي، محمد قاسم خالد و ویل: «مخکې جهاد و، د اشغال په مقابل کې د اسلامي امارت سرښندنې وې، هغه هم د جهاد یوه مرحله وه. اوس د جهاد په دویمه مرحله کې واقع یو چې هغه د اسلامي نطام ثبات او استحکام ده.»
د کابل د استخباراتو رییس وايي، د شرعي نظام د پایښت او د ولس د رضایت لپاره باید د اسلامي امارت د رهبر فرمانونه پلي شي.
د کابل استخباراتو رییس، محمد عارف دې غونډې ته و ویل: «د خپلو مشرانو چې کوم حکومونه ده، که د امیرالمومنین کوم فرمانونه دي، باید په ډېر محبت او په شوق باندې یې ووایو، و یې منو او عملي یې کړو.»
د کورنیو چارو وزارت مرستیال بیا وايي، هېوادوال د اسلامي امارت پر مسوولینو دا حق لري چې نېک چلند ورسره وکړي او باید د هغوی سپکاوی و نه شي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال، محمد نبي عمر و ویل: «بعضی مراجعین په بعضو ځایونو کې شکایت کوي، یا والي صېب ته ورغلم یا له مانه شکایت کوي معاون ته ورغلم، امنیه قوماندان ته ورغلم، بې پروا و، تور سر ناست و یا یې پښې په میز اچولې وې یا یې د ما خبرو ته توجه نه کوله، نو دې شیانو ته ورونو ډېر متوجه شی.»
تر دې مخکې د پلازمېنې د اوسېدونکو ترڅنګ، د یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو هم د امنیتي ځواکونو له ناسم چلنده او په دولتي ادارو کې عامه خدمتونو ته د کابل د اوسېدونکو د نه لاسرسي له امله شکایتونه موجود وو.