ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

اسلامي امارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې د راپور په غبرګون کې وايي چې د دغه راپور موندنې له حقیقته لېرې دي او سرپرست حکومت ټول مسایل د هېواد د ګټو پر بنسټ تظیموي.
د افغانستان د بی رغونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانګړي څارونکي جان سپکو په یوه راپور کې ادعا کړې چې اسلامي امارت د پوهنې د برخې مرستو ته په نامستقیمه توګه لاسرسی لري.
په دغه ۳۷ مخیز راپور کې ویل شوي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېد وروسته، د خصوصي پوهنتونونو پروګرامونو ته د نوم‌لیکونکو شمېر له ۵۰  تر ۹۰ سلنې پورې کم شوی دی. د سیګر د راپور پر بنسټ، د سرپرست حکومت ښوونیزې تګلارې په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د نوم‌لیکنې د کموالي لامل شوی دی.
سیکر په دغه راپور کې زیاته کړې:«طالبان دغه راز د مرستندویانو له ښوونیز مرستو په نامناسبو لارو ګټه اخلي. د بېلګې په توګه، هغوی جعلي نا دولتي سازمانونه جوړوي او پیسې اخلي. هغوی له دغه هېواد سره د کېدونکو مرستو د ترلاسه کولو یا هدایت لپاره په شته غیردولتي سازمانونو کې نفوذ کړی.» 
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د بشري مرستو ۵۶ پروګرامونه د طالبانو د لاسوهنې له امله درېدلي دي.
خو اسلامي امارت د دې خبرې په ردولو سره ویلي دي چې دوی یوازې د مرستندویو بنسټونو امنیت ساتي او د بنسټونو په داخلي چارو کې لاسوهنه نه‌کوي.
 

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *