ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

 د برېټانیا د بهرنیو چار وزارت په یوې خبرپاڼه کې له خپلو ټولو وګړو غوښتي چې افغانستان ته سفر ونه‌ګړي.
د دغې ادارې په خبرپاڼه کې د افغانستان امنیتي وضعیت بې ثباته بلل شوی او په مذهبي ځایونو او هوایي ډګرونو کې د ترهګریزو بریدونو د احتمال خبر ورکړل شوی دی.
د دغې ادارې په خبرپاڼه کې دغه راز د برېټانویان د نیولو د احتمال یادونه هم شوې ده.
د دغې خپرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«په افغانستان کې امنیتي وضعیت بې ثباته دی. د هوایي ډګرونو د شاوخوا ځایونو په ګډون په ټول افغانستان کې په دوامداره توګه د ترهګریزو بریدونو خطر شته.»
خو اسلامي امارت د دغې اندېښنې په ردولو سره وایي چې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی.
تر دې وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې او دغه راز د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي په جلا ډول د خپلو هېوادونو له وګړو غوښتي وو، چې د خراب امنیتي وضعیت له امله افغانستان ته سفر ونه کړي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *