ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د حکومت د ترانسپورت وزارت وايي چې له دې وروسته مسافر وړونکي موټر اجازه نه لري بارونه ولېږدوي.
دې وزارت پرون شنبې پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي دي چې د مسافرانو د خوندیتوب او د ستندردونو د تطبیق لپاره د مسافر وړونکو بسونو چلوونکو ته امر شوی چې پر خپل چت د بارونو له وړلو ډډه وکړي.
د اسلامی امارت د ترانسپورت وزارت همداراز ویلي دي چې په کابل ښار کې د کنټرول پرمهال یې له یوشمېر مسافروړونکو بسونو څخه اضافي او له ستندرد وتلې څوکۍ لیرې کړې دي.
د متخصصانو په باور، د بسونو پر چتونو د اضافي بارونو لېږد د بسونو انډول له منځه وړي او په نتیجه کې یې ناوړه ترافیکي پېښې رامنځ ته کېدلای شي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *