ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني په کابل کې د جاپان له پخواني سفیر تاکاشي اوکادا او د هغه له ځای ناستي تاکویوشي کورومایا سره وکتل.
تاکاشي اوکادا د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته د هرات د وروستۍ پېښې په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې له زلزله ځپلو سره به څلور میلیون دالر مرسته وکړي.
په دې کتنه کې تاکاشي اوکادا په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د خپل هېواد د لاسته راوړنو په اړه هم خبرې وکړې.
اوکادا په هېواد کې د امنيتي وضعيت ستاينه وکړه او څرګندوي، چې له کومې وېرې او ستونزې پرته يې د کندهار او باميانو په ګډون د افغانستان ټولو سيمو ته سفرونه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي له اوکادا څخه په هېواد کې د ترسره شویو کارونو له کبله مننه وکړه او تاکویوشي کورومایا ته یې هېواد ته ښه راغلاست ووایه.
 سراج الدین حقاني ويلي: جاپان تل له افغانانو سره مرسته او همدردي کړې او دا روحيه د سفيرانو په ښه ماموريت کې څرګندېږي.
د حقاني د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو تاريخي اړيکو ته په پام سره جاپان د افغانستان په بيارغونه کې رغنده رول لوبولى شي. سراج الدین حقاني د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې جاپان کولی شي د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول و لوبوي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *