ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د هند فضايي څېړنو بنسټ څرګنده کړې، چې د شنبې پر ورځ یې د ګاګانیان سپوږمکۍ د فضايي ماموریت لپاره یوه بنسټیزه ازموینه ترسره کړه.
دې بنسټ په ایکس پاڼه کې لیکلي: د فضایي ماموریت د بندېدو لامل پېژندل شوی او بیا وکتل شو. د عملې د تېښتې سیستم له پلان سره سم کار کاوه. د ګاګانیان ماموریت پر بریالیتوب سره پای ته رسیږي.
دې ادارې د ځنډ لامل  په ډاګه کړی نه‌دی.
د توغولو وخت د سهار اته بجې ټاکل شوی و؛ خو پر ټاکلي وخت ترسره نه‌شو او د سهار پر لسو بجو بریالی پای ته ورسېد.
د ګاګانیان ماموریت موخه د انسان د استوګنې لپاره د وړ فضایي بېړۍ رامنځته کول دي، چې د هند بحر ته له کښته کیدو مخکې به په ۴۰۰ کیلومتره مدار کې د درې ورځو لپاره درې کسان لیږدوي.
د هند د فضايي څېړنو بنسټ ویلي، چې د ګاګانیان ماموریت له بشپړېدو وروسته به په فضا کې د دوامداره بشري حضور د ترلاسه کولو لارې چارې ولټوي.
د دې ماموریت لپاره شاوخوا ۹۰ میلیارد هندي روپۍ ( یو میلیارد دالر) ځانګړي شوي، چې د سپوږمۍ په سویلي قطب کې د چندریان – ۳ فضايي بېړۍ له تاریخي ناستې وروسته ترسره کیږي.
تمه ده، چې د ګاګانیان ماموریت به له ۲۰۲۴ ز.کال مخکې د هېواد له اصلي فضا څخه په سریهاریکوتا کې پیل شي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *