د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د نړیوال جام سیالیو کې له پاکستان څخه د اتو منډو په توپیر لوبه وګټله.
دا د افغان کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په پنځوس اوریزو سیالیو کې پاکستان ته ماتې ورکوي.
د نننۍ لوبې پچه پاکستان ګټلې او توپ وهنه یې پيل کړې وه.
پاکستان د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۲ منډې کړې وې.
د یادې لوبډلې لوبډلمشر بابراعظم ۷۴، عبدالله شفیق ۵۴ او افتخار احمد او شاداب خان دواړو چټکې ۴۰ ـ ۴۰ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې نوراحمد۳، نوین الحق ۲، عظمت الله عمرزي او محمدنبي یوه یوه ویکټ واخیسته.
د افغان لوبډلې بریالیتوب په پراخه کچه د افغانانو له هرکلي سره مخ شوې ده.
افغان لوبډلې څه موده مخکې د انګلستان پياوړې لوبډلې ته هم په نړیوال جام کې ماتې ورکړې وه.