د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د منظورۍ پروتوکول د هغه هېواد پارلمان ته وړاندې کړ.
دا اقدام په ناټو کې د سویډن د یوځای کېدو په لور یو مهم ګام بلل کېږي.
انقرې په دې تړون کې د سویډن د غړیتوب تصویب ځکه ځنډولی چې وايي، سټاکهولم د کرد ملېشو ډلو په اړه چې انقره یې ترهګر ګڼي، ډېر نرم دی.
په ناټو کې د سویډن غړیتوب باید د دې اتحاد د ټولو ۳۱ غړو له خوا تصویب شي.
ترکیه او هنګري د ناټو یوازېني دوه غړي هېوادونه دي چې تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.
د دې پروتوکول په اړه د پارلماني رایګیري موده لا نه ده ټاکل شوې.
